د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کرکټ نړیوال کپ فاینل ته ورسید


هند لوبډلې نیو زیلنډ ته ۳۹۸ منډو هدف ورکړی وو ـ پخوانی انځور.
هند لوبډلې نیو زیلنډ ته ۳۹۸ منډو هدف ورکړی وو ـ پخوانی انځور.

د کرکټ نړیوال کپ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هندي لوبډلې نیو زیلېنډ ته په ۷۰ رنزونو ماتې ورکړه او د نړیوال کپ فاینل ته ورسېده.

د نومبر پر ۱۵مه د ممبۍ په وانکیډي لوبغاړي د هغې سیالۍ پچه یا ټاس هند وګټلو او توپوهنه یې پيل کړه.
هندي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو نیو زیلېنډ ته ۳۹۸ منډو هدف ورکړ.
په ځواب کې د نیو زیلینډ لوبډلې په ۴۸،۵ اورونو کې ۳۲۷ منډې وکړی او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د نیو زیلینډ په لوبډله کې ډیري مېچل په ۱۱۹ بالونو ۱۳۴ او کین ویلیمسن ۶۹ زنزونه وکړل.
هندي توپ اچونکي محمد شامي اووه لوبغاړي وسوځول.
د هند لپاره روحیت شرما او شبمن ګیل توپوهنه وکړه. شرما پر ۲۹ بالونو ۴۷ منډې وکړې او د تیم ساوتې په بال کیچ اوټ شو.
د هند دوه لوبغاړو ویرات کوهلي او شريیاس ایر سلیزې(سنچرۍ) جوړې کړې. کوهلي پر ۱۱۳ بالونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې او ایر پر ۷۰ بالونو ۱۰۵ رنزونه وکړل.
په نورو لوبغاړو کې شبمن ګیل ۸۰ منډې وکړې او تر اخیره و نه سوځېد. د نیو زیلنډ په توپ اچونکو کې تیم ساوتې درې لوبغاړي وسوځول.
د وانکيډي په لوبغالي کې تر دې دمه یوازې اسټرالیا هغه لوبډله وه چې په دویمې توپوهنې کې یې سیالي وګټله، نورو ټولو هغو لوبډلو سیالي ګټلې چې لومړۍ توپوهنه یې کړې وي. هند تر دې وړاندې د وانکيډي لوبغالي کې یوه سیالي کړې وه چې سري لنکا ته یې په ۳۰۵ منډو ماتې ورکړې وه.
دویمه نیمه پایلوبه سبا (د نومبر پر ۱۶مه) نېټه د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمينځ کېږي.
XS
SM
MD
LG