د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړیوال جام په دويم سېمی فاينل کې به نن د جنوبي افریقا او اسټرالیا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د نومبر پر ۱۶مه په کلکته کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پيلېږي.
تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۵مه نېټه په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې د هند لوبډلې نیوزیلېنډ ته په ۷۰ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.
دغه سیالي د ممبي ښار په وانکيډي لوبغالي کې وشوه. هند پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو نيوزيلېنډ ته ۳۹۷ منډو هدف وټاکه.
د هند ویرات کولي ۱۱۷، شریس ایر ۱۰۵ او شبمن ګیل ۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. دا په یو ورځنیو سیالیو کې د ویرات کولي ۵۰مه سلیزه (سنچري) وه. په دې سره هغه د هندي لوبغاړي سيچن ټينډولکر د ۴۹ سلیزو (سنچريو) ریکارډ مات کړ.
د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې ټيم ساوتي ۳ لوبغاړي وسوځول، خو په ۱۰ اورونو کې یې ۱۰۰ منډې ورکړې.
د نیوزیلینډ په توپوهونکو کې ډیري میچل ۱۳۴ او لوبډلمشر کین ویلیمسن ۶۹ منډې وکړې، خو د هند محمد شامي تاریخي توپ اچونه وکړه. نوموړي په ۹.۵ اوورونو کې ۵۷ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځول. شامي اوس په روان نړیوال جام کې تر ټولو مخکښ توپ اچونکی دی چې ۲۳ لوبغاړي يې سوځولي دي.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمدشامي او د اغېزناک لوبغاړي جایزه بیا ډیري میچل وګټله. دا تر ۲۰۱۱ ز کال وروسته لومړی ځل دی چې هند د یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته رسېږي.
هند به د نومبر په ۱۹مه نېټه د احمداباد په نریندر مودي لوبغالي کې د دویمې نیمه پایلوبې له ګټونکې لوبډلې سره د پایلوبې سيالي کوي.