د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان زده کوونکو لپاره د علامه اقبال سکالرشپ بحال کړ


په پاکستان کې د سکالرشپ پخواني زده کوونکي
په پاکستان کې د سکالرشپ پخواني زده کوونکي

د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې - هایر ایجوکیشن کمیشن - د افغان زده کوونکو لپاره د علامه محمد اقبال سکالرشپ بحال کړی دی.

د یادې ادارې له خوا د نومبر پر ۱۷ نیټه مشال راډيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان زده کوونکو لپاره یې د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام دریم پړاو بحال کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې زده کوونکي د دې سکالرشپ لپاره د نومبر تر ۳۱مې درخواستونه ورکولای شي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دا ځل به هم لږترلږه ۴۵۰۰ افغان زده کوونکو ته د پاکستان په بېلا بېلو کالجونو او پوهنتونونو کې داخلې ورکړل شي.

په دې کې د طب انجنیرنګ ، زراعت ، منیجمنټ او کمپیوټر ساینس شعبې شاملې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG