د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) ویلي چې په هر ځاى کې د هر ماشوم د حقونو د خوندي کولو لپاره ځان ژمن بولي.
یادې ادارې د نومبر پر ۱۹مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې "د ماشومانو حقونه بشري حقونه دي او نن د نړۍ په ډېرو سیمو کې د ماشومانو پر حقونو تېری روان دی."
یونیسف په دې بیان کې غږ کړی چې د نومبر پر ۲۰مه د ماشومانو پر نړیواله ورځ باید د دې لپاره د دوی ملګرتیا وشي چې د هر ماشومان لپاره د امن غوښتنه وشي.