د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په غزه کې د روغتونونو حالت بحراني دی


له وخت مخکې زیږيدلي ماشومان له غزې څخه مصر ته د درملنې لپاره وړل کيږي
له وخت مخکې زیږيدلي ماشومان له غزې څخه مصر ته د درملنې لپاره وړل کيږي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د روانې جګړې له کبله د غزې د روغتونونو خراب حالت د سختې اندېښنې وړ دی.

د دې ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د نومبر پر ۲۰مه وويل چې په غزه کې د روغتونونو حالت له ناورینه ډک دی، ګڼ شمېر روغتونونه له فالیته لويدلي او پاتې یې ښايي تر راتلونکې میاشت پورې د زرګونو نویو زېږېدلو ماشومانو څخه ډک شي.

اېسوسېيټيد پریس (اې پي) خبري اژانس د دغه لوړپوړي چارواکي نوم نه دی اخیستی خو وړاندې لیکي چې د ملګرو ملتونو دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلې چې په شمالي غزه کې د نومبر پر شلمه، پریو اندونیزیايي روغتون مرمۍ ولګېدې.

د غزې روغتیا ادارې او یو طبي کارکوونکي په وينا په دې حمله کې ۱۲ کسان ووژل شول. دواړو اسراییل د دغو ډزو ذمه وار ګرځولی خو اسراییل پر روغتون د ډزو تردید کړی دی.

د اندونیزیايي روغتون په څنډو کې یوه ورځ وروسته له هغې درنه جګړه شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان له وخته مخکې زېږېدلي ۳۱ ماشومان د غزا له الشفا روغتونه وویستل. د ځینو رسنیو د معلوماتو له مخې دا ماشومانو مصر ته لېږدول شوي دي.

په غزه کې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د حماس جنګیالیو او د اسراییلي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

XS
SM
MD
LG