د امريکې او اروپايي اتحادې لخوا د ترهګرې ګرځول شوې وسله والې ډلې، حماس مشر اسماعیل هنیه ويلي چې پر غزې د روانې جګړې د ختمولو لپاره له اسرایل سره اوربند کولو ته نيږدې شوی دی.
د هغه دا بیان د فرانس پریس خبري اژانس (اې ايف پي) راخیستی. هنیه زیاته کړې چې په دې اړه یې قطر ته خپل پيغام رسولی دی. هغه په قطر کې اوسيږي. د رسنيوو ترمخه، قطر کوښښ کوي چې د اوربند لپاره د حماس او اسرايلو ترمنځ منڅګړتوب وکړي.
د اې ايف پي خبري اژانس ترمخه، د اوربند د ممکنه تړون لاندې به له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې هغه اسرایلي وګړي او بهرنیان خوشي شي چې د حماس سره يرغمل دي. البته په دې کې به پوځیان شامل نه وي. په بدل کې به يې تر ۳۰۰ پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه فلسطینیان خوشې کېږي چې دا مهال د اسرايل په زندانونو کې دي. خو د اسرايلو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
حماس د اکتوبر پر اوومه د اسرايلو په جنوب کې بې سارې حملې وکړې او ۱۲۰۰ اسرايليان يې ووژل. دوی خوا او شا ۲۴۰ کسان یرغمل کړي هم دي. په دوی کې زیاتره اسراییلي وګړي دي چې پکې ماشومان او د لوی عمر کسان هم شته. له دغو کسانو یو شمېر خوشې شوي خو د ځینو بیا مړي موندل شوي دي.
د حماس د حملې په ځواب کې اسرایلو پر غزې تړانګې هوایي بمباري او ځمکني عمليات پیل کړي دي. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتيا اداره وایي چې د اسرایل په حملو کې تر اوسه پورې له ۱۳۳۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زرګونه یې ماشومان دي.