د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي ايران ښايي روسيې ته بیلېسټېک توغندي ورکړي


په ایران کې د خیبر په نوم د یو بیلېسټېک توغندي ازموینه کېږي - پخوانی انځور.
په ایران کې د خیبر په نوم د یو بیلېسټېک توغندي ازموینه کېږي - پخوانی انځور.

امريکا اندېښنه ښوولې چې ايران ښايي روسيې ته بیلېسټېک توغندي ورکړي چې د اوکراين پرضد په جګړه کې يې وکاروي.

د امريکا د ملي امنيت شوری وياند جان کربي د نومبر پر ۲۱مه وویل، ايران وار له مخه روسيې ته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې، بمونه او توپچي مهمات ورکړي دی او اوس ښايي له هغه هېواد سره د مرستو په لړ کې نور هم مخ ته ولاړ شي.

کربي د هغې يوې غونډې حواله ورکړه چې په خبره يې، په سېپټېمبر کې ايران ته د روسيې د دفاع وزير سېرګې شویګو د سفر پر مهال جوړه شوې وه او پکې نوموړي ته د ايران د بیلېسټېک توغندیو پروګرام په اړه معلومات ورکړل شوي ول.

کربي خبريالاتو ته وويل چې د بیلېسټېک ميزايلو د مرستې په بدل کې روسيې ايران ته د بې ساري دفاعي همکارۍ وړانديز کړی دی.

ایران لا د امریکا د اندېښنې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې روسیې ته یې وسلې د اوکراین تر جګړې پیلېدو خورا مخکې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG