د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار ویلي افغانستان کې له ټولو سختو بې وزلو سره مرسته نه شي کېدای


په افغانستان کې ګڼې کورنۍ مناسبه سرپناه نه لري ـ پخوانی انځور.
په افغانستان کې ګڼې کورنۍ مناسبه سرپناه نه لري ـ پخوانی انځور.

د افغانستان بیا رغونې چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي پلټونکي (سیګار) ویلي، مرستندویه موسسې نه شي کولای په افغانستان کې له ټولو هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د "مطلقې بې وزلۍ" ښکار دي.

ملګري ملتونه وايي چې مطلقه بې وزلي هغه ډول حالت وي چې پکې د یوې کورنۍ ګټه یا امدن دومره کم وي چې هغه د خوړو، پاکو اوبو، صحت او تعلیم په ګډون خپل اساسي ضرورتونه نه شي پوره کولای.

سیګار د نومبر پر ۲۱مه پر خپله اېکس پاڼه د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) د مشر له قوله لیکلي چې د دوی لومړيتوب هغو افغان وګړو ته مرستې رسول دي چې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوالې ادارې په وینا، په افغانستان کې مېلیونونه کورنۍ د یوه وخت ډوډۍ په برابرولو کې ستونزې لري.

سیګار څو ورځې وړاندې د امریکا کانګرس ته په ورکړي يو رپورټ کې د طالبانو پر حکومت نيوکه کړې وه چې د امریکايي بشري مرستو مېلیونونه ډالره يې د ځان لپاره ګرځولي دي.

د طالبانو حکومت پخوا دا ډول ادعاوې رد کړي او برعکس يې مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره د مرستو "په سیاسي کولو" تورن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG