د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وایي د روسیې بریدونو ولسي خلکو ته زیانونه اړولي دي


مرستندویه کارکوونکي پر نېکوپول تر برید وروسته د ژغورنې چارې پر مخ وړي - پخوانی انځور.
مرستندویه کارکوونکي پر نېکوپول تر برید وروسته د ژغورنې چارې پر مخ وړي - پخوانی انځور.

په اوکراین کې یو سیمه ییز والي ویلي چې روسیو ځواکونو د دنیپروپېتروفسک په نېکوپول ښار بریدونه کړي دي چې پکې ولسي خلکو ته مرګژوبله او زیانونه اوښتي دي.

دا خبره د اوکراین د دنیپروپېتروفسک سیمې والي سېرګې لېساک د نومبر پر ۲۲مه په داسې حال کې پر ټېلېګرام په بیان کې کړې چې د اوکراین د هوايي دفاعي نظام ځواکونو د روسیې د ډرون بریدونو یوه بله لړۍ ناکامه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې روسیو ځواکونو د نومبر پر ۲۱مه شپې مهال څلور وارې نېکوپول سیمه په درنو توپونو وویشته چې دوه کسان پکې زخمیان شوي دي.

لېساک دا هم ویلي چې په بمبارۍ کې د بجلۍ تارونه پرې شوي دي چې له وجې یې تر ۱،۲۰۰ زیاتې کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.

روسیې تر دې مخکې هم پر نېکوپولو څو ځلې د توپونو او ډرون الوتکو بریدونه کړي چې پکې عامو خلکو ته د مرګژوبلې ترڅنګ بېخبنا (انفراسټرکچر) ته زیان رسېدلی دی.

په عین حال کې د نومبر پر ۲۲مه سهار وختي د اوکراین دفاعي هوايي نظام په یو بیان کې ویلي چې روسیې شپې مهال پر یوشمېر ځایونو ګڼ اړخیزه ډرون بریدونه کړي دي خو د ایران جوړې هغه ټولې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتې دي.

اخوا په مسکو کې د دفاع وزارت ویلي چې هوايي دفاعي نظام یې له روسیې سره د تړلې سیمې کریمیا په فضا کې د اوکراین هوايي او سمندري ځواکونو اووه بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG