د اسراییلو د ملي امنیت سلاکار ويلي چې د دوی او حماس ترمینځ، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د لنډمهالي اوربند په نتيجه کې د یرغمل شويو کسانو خوشې کېدل به د نومبر تر ۲۴مې مخکې پيل نه شي.
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې دا خبره څاخي هنېګبي د نومبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته په بیان کې کړې ده چې اسراییل او حماس په غزې تړانګه کې د څلورو ورځو لپاره د جګړې پر درولو سلا شول.
ټاکل شوې چې د لنډمهالي اوربند پر مهال غزې ته مرستې ورسول شي او د ۵۰ اسراییلیو یرغملو کسانو په بدل کې به په اسراییلو کې زنداني ۱۵۰ فلسطینیان خوشې شي. البته د لوظنامې د عملي کولو د پیل وخت او د یرغمل شویو تنانو خوشې کول لا هم په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.
بلخوا د اسراییلو دولتي ټېلېوېژن کېن د یو اسراییلي چارواکي په حواله ویلي چې موافقه د حماس او د منځګړي هېواد قطر د نه لاسلیکولو له وجې ۲۴ ساعته د ځنډ ښکار شوې او هیله یې ښوولې چې د هغوی له لاسلیک سره سم به عملي شي.