د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د تلپاتې سولې لپاره ملي مکالمې ته اړتیا ده.
کرزي پر اېکس پاڼه یا پخواني ټوېټر لیکلي چې نوموړي د نومبر پر ۲۲مه په کابل کې له ایراني سفير حسن کاظمي قمي سره د ملاقات پر وخت دا هم وویل چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو او هلکانو تعلیم اړین دی.
په بیان کې زیاته شوې چې کرزي په ملاقات کې د یو ملي بحث پيلول د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لاره بللې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او د تېر کال په ډېسېمبر کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. له دې پرته طالبانو د ښځو د کار پر ګډون پر هغوی یوشمېر نور محدودیتونه هم لګولي دي.