د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د ۲۰ اووره کرکټ په لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیا ته په ۲ وېکټو ماتې ورکړه


د هند رېنکو سېنګ (ښي لوري ته) او مکېش کمار د نومبر پر ۲۳مه بریا لمانځي.
د هند رېنکو سېنګ (ښي لوري ته) او مکېش کمار د نومبر پر ۲۳مه بریا لمانځي.

هندۍ لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره کرکټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې اسټرالیا ته په دوو وېکټو ماتې ورکړې ده.

د نومبر پر ۲۳مه د اندرا پردېش د وېساکاپټنم ښار په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ اسټرالیایۍ لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا جاش انګلېس په ۵۰ توپونو ۱۱۰ منډې وکړې او سټيف سمېت ۵۲ منډې وکړې.

د هند پرسېد کرېشنا او روي بېشنويي یو، یو اسټرالیايی لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د هندۍ لوبډلې دوه لوبغاړي ژر وسوځېدل خو ایشان کېشن او سوریا کمار یادو توپوهنې ته دوام ورکړ او د لوبډلې مجموعي منډې یې تر ۱۳۴ پورې ورسولې چې کېشن په ۵۸ منډو وسوځېد.

تر دې وروسته هندۍ لوبډلې چټک بیټېنګ ته دوام ورکړ خو د لوبې په پای کې یې لوبغاړي هم ژر، ژر وسوځېدل. د هند رېنکو سېنګ په وروستي توپ، چې نو بال شو، شپږیزه ووهله او په دې توګه یې ټاکلی هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

له ایشان کېشنه پرته یادو ۸۰ او رېنکو سېنګ ۲۲ منډې وکړې.

د اسټرالیا تنور سنګا دوه او میټ شارټ او جېسن بېهرنډورف یو، یو هندی لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوریو ترمینځ دویمه ۲۰ اووره سیالي د نومبر پر ۲۶مه او درېیمه یې نومبر پر ۲۸مه وشي.

XS
SM
MD
LG