د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د تحریک انصاف د یوشمېر سیاستوالانو پرضد مقدمه دایره کړې ده


په پېښور کې د تحریک انصاف غړي او پلویان د احتجاج پر مهال - پخوانی انځور.
په پېښور کې د تحریک انصاف غړي او پلویان د احتجاج پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د بر دير ضلعې پولیسو د تحريک انصاف مرستيال مشر شېر افضل مروت او د هغه ګوند د ځينو پخوانيو صوبايي غړو پر ضد مقدمه دایره کړې ده.

د نومبر پر ۲۵مه د بر دير د واړۍ تاڼې پولیسو په مقدمه کې پر هغو کسانو د عامه نظم د ګډوډۍ تور پورې کړی دی.

پولیس وايي، هغوی په داسې حال کې په واړۍ بازار کې جلسه کړې چې هلته حکومت د قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه عملي کړې وه چې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز وي.

خو د ګوند يو ځايي مشر صلاح الدین یوسفزي د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې پولیسو یې پر جلسې ډزې کړې دي چې پکې د تحریک انصاف درې پلویان ژوبل شوي دي.

د هغه په خبره، ايين ورته د غونډو اجازه ورکوي خو پولیس ترې دا حق اخلي او پر ضد یې کاروايي کوي.

پولیسو په ليکلي اېف ای ار کې تور پورې کړی چې د تحریک انصاف د جلسې ګډونوالو پولیس په کاڼو ویشتلي او یو سرتېری یې ژوبل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG