د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل او حماس ډله سلا شوي چې اوربند د دوو نورو ورځو لپاره وغځوي


د اسراییل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ د اکتوبر له اوومې جګړه روانه ده
د اسراییل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ د اکتوبر له اوومې جګړه روانه ده

اسراییلو او حماس وسله والې ډلې پر دې موافقه کړې چې خپل اوربند د دوو نورو ورځو لپاره وغځوي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د نومبر پر ۲۷مه وويل چې دا اوربند د اوږدې مودې لپاره د جګړې درېدو او د یرغمل شويو اسراييليانو او فلسطیني بندیانو د لا زياتې تبادلې امکان زياتوي.

د نومبر پر ۲۷مه دا اعلان د اصلي څلور ورځني اوربند پر وروستۍ ورځ وشو.

د اسراییلو پوځ د نومبر پر ۲۷مه ناوخته وویل چې ۱۱ یرغمل شوي کسان په غزه کې سره صلیب ادارې ته سپارل شوي او د اسراییلو خاورې ته د تلو په حال کې ول.

اسراییلیو ځواکونو د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې تړانګې بمباریو او له حماس ډلې سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي،جګړې ته دوام ورکړی وو.

د اکتوبر پر اوومه له غزې څخه د حماس وسلوال اسراییلو ته واوښتل او په هغه هېواد کې یې ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. له هغوی څخه یې زیاتره ولسي وګړي ول.

په ځواب کې اسراییلو وویل چې د جنګ په حالت کې دی او پر غزې یې بمبارۍ او تر څه مودې وروسته هلته ځمکني عملیات پیل کړل.

د حماس د واک لاندې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۱۴،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې ورڅخه یې شاوخوا ۴۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG