د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر دويمه د مشرتابه ټاکلو لپاره ګوندي انتخابات کوي


پاکستان تحريک انصاف ګوند په هغه هېواد کې د يوې ولسي غونډې پر مهال ــ پخوانی انځور
پاکستان تحريک انصاف ګوند په هغه هېواد کې د يوې ولسي غونډې پر مهال ــ پخوانی انځور

ټاکل شوې چې پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر دويمه د خپل مشرتابه ټاکلو لپاره ګوندي انتخابات وکړي.

د تحریک انصاف وکیل علي ظفر د نومبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن د ودانۍ مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ګوند مشر عمران خان د قانوني ستونزو له کبله په انتخاباتو کې نه شي نوماندېدای. ده زیاته کړه چې همدا لامل دی چې قانونپوه ګوهر علي خان د تحریک انصاف د لنډمهالي مشر په توګه نوموي.

په اګست کې د اسلام اباد یو عدالت عمران خان د توشه خانې په قضیه کې تر پینځو کلونو پورې د هر ډول ولسي څوکۍ لپاره نااهله کړی وو.

وروسته د اسلام اباد های کورټ په هغه مقدمه کې د عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله خو هغه د سرکاري رازونو د افشا کولو په قضیه کې په زندان کې دی. نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر وکړ او زیاته یې کړه چې که داسې و نه کړي نو د پاکستان په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ د بیټ انتخاباتي نښه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG