د پاکستان لنډمهالي وفاقي حکومت د ډیزلو او د خاورو تېلو بیو کمولو اعلان کړی دی.
د مالیې وزارت د نومبر پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې به د ډیزلو بیه اووه او د خاورو تېلو هغه شاوخوا څلور روپۍ کمېږي چې ورسره به د یو لیټر ډیزلو نرخ څه باندې ۲۸۹ او د خاورو تېلو هغه ۲۰۱ روپیو ته ښکته شي. وزارت البته د پېټرولو بیه نه ده ښکته کړې.
د پاکستان اقتصاد له ۲۰۱۹ز کال راهیسې د مشکلاتو ښکار دی چې له کبله یې پر هم هغه کال د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور موافقه لاسلیک کړه.
د پور هغه پروګرام د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې له ځنډ سره مخامخ وو خو حکومت سږ کال له ای اېم اېف سره غونډې وکړې او د هغې ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې یو لړ اقدامات وکړل چې پکې د انرژۍ بیې لوړول، د حکومتي لګښتونو کمول او نوې مالیې یا ټیکسونه لګول شامل دي.
ای اېم اېف د روان کال په جولای کې پاکستان ته ۱.۲ اربه امریکايي ډالره پور ورکړ او په نومبر کې د هغې ادارې مامورانو اسلام اباد ته د ۷۰۰ مېلیونه ډالرو نور قرض ورکولو موافقه وکړه خو هغه پیسې به د ای اېم اېف د اجراییوي بورډ تر تایید وروسته پاکستان ته ورکول کېږي.