د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان کې د پرېوتې امریکایۍ الوتکې د قربانیانو لټون روان دی


د ټېلټ روټر اوسپری په نامه په دغه امریکايۍ پوځي الوتکه کې اته کسان سپاره ول: انځور له ارشیفه
د ټېلټ روټر اوسپری په نامه په دغه امریکايۍ پوځي الوتکه کې اته کسان سپاره ول: انځور له ارشیفه

د جاپان ساحلي ساتونکي وايي، د یوې غورځېدلې امریکايۍ الوتکې د موندلو لپاره، د د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه ترسره شويو د پلټنو عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې.

د ټېلټ روټر اوسپری په نامه دغه امریکايۍ پوځي الوتکه چې اته کسان پکې سپاره ول، د نومبر په ۲۹مه د جاپان یاکوشیما جزیره کې غورځېدلې وه. له هغو اتو کسانو نه یو په مړ حالت کې موندل شوی وو خو د سیمې یو ساحل ساتونکي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په یوه بیان کې وویل چې تر اوسه د اوو نورو ورکو کسانو درک ورته نه دی لګېدلی.

چارواکي وايي، د الوتکې د ورکې شوې عملې لټون ته یې دوام ورکړی دی خو تر دې مهاله یې د هغوی په اړه څه نښې نښانې نه دي موندلي.

XS
SM
MD
LG