د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له پاکستان سره د اوبو زېرمه کولو او چاپېريال ساتنې لپاره مالي مرسته اعلان کړې ده


په پاکستان کې د امریکا سفیر (ښي خوا ته) په پېښور کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې د امریکا سفیر (ښي خوا ته) په پېښور کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال ـ پخوانی انځور.

امریکا په پاکستان کې د اوبو زېرمه کولو او چاپېريال ساتنې لپاره د ۷۷.۸ مېليونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د ډېسېمبر پر دویمه په دې اړه د سفیر ډانلډ بلوم ويډيويي بیان خپور کړی دی چې پکې نوموړی وايي چې په هغو پیسو اووه کلنې پروژې عملي کوي.

بلوم وویل، د پروژو بشپړېدل به په درو صوبو کې ۷۰۰،۰۰۰ پاکستانیانو ته مستقیمه او اووه مېلیونه نورو وګړو ته به په غیر مستقیم ډول ګټه ورسوي.

نوموړي زیاته کړه چې هغه پروژې به د چاپېریال ساتنې په برخه کې کارکوونکو نړيوالو ادارو او د پاکستان له حکومت سره مرسته وکړي چې د هغه هېواد د اوبو ساتنې او اقلیمي بدلون ته د چمتووالي توان زیات کړي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. په نړۍ کې اقلیمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG