نن د دیسمبر څلورمه د جاپاني الاصله افغان تېڅو ناکامورا څلورم تلین دی.
ډاکتر تېڅو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د دیسمبر پر څلورمه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ژوبل شو او بیا یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه. هغه په ۱۹۴۶ کال په جاپان کې زېږېدلی وو خو افغانانو لپاره د کړي خدمت له امله ورته د تير جمهوري حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان تابعيت ورکړی وو.
ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور وو د افغانستان په ختیزو سیمو او په تېره ننګرهار کې شاوخوا ۲۰ کاله د اوبو مهارولو او زراعت په برخه کې خدمت وکړ. د هغه له ځينو پروژو په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰ څاګانو یا کوهیانو کیندل او د مروارید کانال بشپړول دي چې د ننګرهار په مشهوره دښته ګمبیري کې یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه کړه.
هغه همداراز په هغه بېدیا کې ۷۰۰،۰۰۰ ونې هم کرلې وې او په ښېوې ولسوالۍ کې یې يو مشهور پارک جوړ کړی دی. دغه پارک د نوموړي تر مرګ وروسته د هغه په نوم ونومول شو.
د ناکامورا تر وژل کېدو وروسته په ننګرهار کې ځايي چارواکو د ده په نوم یو یادګاري څلی جوړ کړ او په خوست ولایت کې یو سیمه هم د هغه په نوم شوې ده. تر اوسه پورې د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې. خو تېر جمهوري حکومت د هغه د وژنې پړه پر طالبانو اچوله. طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یې په زور افغان حکومت ونيو، دا تور رد کړی دی.