د پېښور پر ورسک روډ د دیسمبر پر پنځمه سهار یوې بمي چاودنې د څلورو ماشومانو په ګډون پینځه تنه ژوبل کړل.
د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، ژوبل شوي د ښار لیډی ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي. د یاد روغتون ویاند عاصم خان مشال راډیو ته وویل چې د وروړل شویو ټپیان درملنه روانه ده.
هغه زیاته کړه: "روغتون ته پینځه ژوبل کسان راوستل شوي چې څلور یې ماشومان دي. په دوی کې د دوو ماشومانو حالت لږ خراب دی خو درملنه یې روانه ده او نور له خطرې بهر دي."
د ورسک روډ د پولیسو یو مشر (ایس پي) ورک ارشد خان وایي چې په چاودنه کې ۴ کيلو چاوديدونکي مواد کارول شوي دي. هغه زیاته کړه چې پلټنې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نده منلې.