د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي له پاکستانیو چارواکو سره یې د افغان کډوالو او سیمې د امنیت په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي د ډېسېمبر پر نهمه پر اېکس پاڼه په پښتو ژبه لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر او نورو مشرانو سره یې د تحریک طالبان پاکستان له خوا پاکستان ته د ګواښونو او افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه مذاکرات کړي دي.
هغه وویل پاکستان ته د دوه ورځنی سفر یې بشپړ کړی دی او د سفر په مهال یې د پاکستان د بهرنیو چارو له نګران وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له استازو سره یې د افغان کډوالو په اړه ګټورې خبرې وکړې.
ټام ویسټ لیکلي دي چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده او له نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ او د انساني او باعزته چلند په ګډون د کډوالو د خوندیتوب په مسلو د اسلام اباد سره په نږدې اړیکو منندوی دی.
په دې ورستیو کې د امریکا درو لوړ پوړو چارواکو پاکستان ته سفرونه کړي چې د افغان کډوالو، ترهګرۍ او په نورو اړونده موضوعاتو یې خبرې اترې کړي دي.