د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعیت علما اسلام (ف) وایي له انتخاباتي بهیره د لېرې کېدو هڅې یې کېږي


د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن. (انځور: ارشیف)
د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن. (انځور: ارشیف)

جمعيت علمای اسلام (ف) پر نګران حکومت تور پورې کړی چې د امنيتي اندېښنو په پيدا کولو سره غواړي دغه ګوند او مشر یې، مولانا فضل الرحمن له انتخاباتي بهیره لیرې وساتي.

دې ګوند د ډېسېمبر پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې، د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي هغه بیان وغانده چې نوموړي پکې ويلي ول چې پر مولانا فضل الرحمان د حملو خطر موجود دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نګران حکومت دې خلکو ته د ناامنۍ اندېښنو پيدا کولو پر ځای دا ووايي چې د سیاستوالو د خوندي ساتلو لپاره څه کوي؟

سرفراز بګټي‌ د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چي معلومات ورته ترلاسه شوي دي چې مولانا فضل الرحمن ته په ځانګړې او ټولو سیاستوالو ته په عمومي ډول امنيتي ګواښونه موجود دي.

هغه زیاته کړه چې د سیاستوالو امنيت او هغوی خوندي ساتل د حکومت لپاره يو چېلنج دی. د جمعيت علمای اسلام يو مشر حافظ حمدالله د دې په ځواب کې پر اېکس ليکلي چې که د کورنيو چارو وزیر د خلکو ژوند نه شي ساتلای نو استعفا دې ورکړي.

په پاکستان کې د ټاکنو کمېشن ويلي چې عام انتخابات د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ پر اتمه کېږي. په انتخاباتو کې د برخې اخیستې لپاره سیاسي ګوندونو غونډې او جلسې پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG