د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي، ټام وېست په دې اړه د دیسمبر پر نهمه، پر اېکس پاڼه د خزانې وزارت خبرپاڼه خپره کړې ده چې د طالبانو پر دوو چارواکو پکې د بندیزونو لګېدو خبره شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلې چې پر ښځو د محدوديتونو او نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعليمه د منع کولو له کبله یې، د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر پر وزیر خالد حنفي او د علومو اکېډمۍ پر مشر فریداالدین محمود بندیزونه لګولي دي.
په خبرپاڼه کې د بندیزونو د څرنګوالي وضاحت نه دی شوی خو د امريکا خزانې وزارت لخوا په تور لېست کې اچول شويو خلکو شتمنۍ کنګل کېږي او سفري بندیزونه پرې عملي کېږي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد دا بندیزونه غندلي او غیر منطقي یې بللي دي. نوموړي په همغه ورځ په یوه خبرپاڼه کې وويل چې "دا قسم کړنې د مسلې حل نه بلکې د امريکا د ناکامو تجربو تکرار دی."
تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم پر خالد حنفي بندیزونه لګوي وو. ملګرو ملتونو هم پر ځينو طالب چارواکو پخوانيوو بندیزونو ته دوام ورکړی دی.
د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته، ښځې له کاره منع کړې، حجاب یې جبري کړی، د بشري حقونو فعالې ښځې یې بندیانې کړې، پر ټيليويژن یې د ښځو پر څرګندیدېدو بندیز لګولی او نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو کولو ګرځولې دي.