د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوبیل جایزه د نرګس محمدي اولادونو ته ورکړل شوه


د نرګس محمدي لور او زوی د دیسمبر پر ۱۰مه د جایزې اخیستو په مهال.
د نرګس محمدي لور او زوی د دیسمبر پر ۱۰مه د جایزې اخیستو په مهال.

د ايران د بشري حقونو د زنداني مبارزې نرګس محمدي کم عمره اولادونو د خپلې مور د سولې نړيواله جایزه ترلاسه کړه.

د دیسمبر پر ۱۰مه د ناروی په اوسلو ښار کې هغه غونډه وشوه چې د محمدي غبرګونې ۱۷ کلنو، اولادونو علي او کيانا چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې په فرانس کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي، پکې برخه واخیسته. هغوی د خپلې مور هغه وینا ولوستله چې نوموړې د تهران د اوين په نامه له بدمانه زندان څخه پټه استولې وه.

محمدي له ۲۰۲۱ کال راهيسې په دې زندان کې ساتل شوې ده. دا د (ښځې، ژوند، خپلواکۍ) په نوم غورځنګ يوه پېژندل شوې نړيواله څهره ده چې ورته د اکتوبر پر شپږمه نېټه د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه. هغې په خپله ليکلې وينا کې د ایران پر جابرانه رژيم سختې نیوکې کړې دي.

د نرګس محمدي اولادونو په داسې حال کې دا وينا ولوستله چې په څنګ کې يې د مور چوکۍ خالي پرته وه. هغې ليکلي چې "زه دا پیغام د زندان د یخو دېوالو تر شا ليکم." هغې زیاته کړې چې "زه يوه ايرانۍ ښځه يم، د انساني تهذيب یوه وياړلې او پتمنه برخه اچونکې چې داوخت د ظالم مذهبي رژيم تر جبر لاندې یم."

XS
SM
MD
LG