د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن وایي له اوکراین سره اتحاد نور پیاوړی کوي


د ډېسېمبر پر ۱۲مه جو بایډن (ښي لوري ته) په سپینه ماڼۍ کې له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره وکتل.
د ډېسېمبر پر ۱۲مه جو بایډن (ښي لوري ته) په سپینه ماڼۍ کې له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره وکتل.

د امريکا ولسمشر جو بایډن او د هغه اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي د خپلو نېږدې اړیکو څرګندونه کړې ده او هڅه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو اتحاد پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بایډن هڅه کوي چې د اپوزیشن جمهوري غوښتونکي (رېپبلېکنز) د روسیې د یرغل پر وړاندې په مبارزه کې له کییف سره د مرستې کولو اړتیا ته قانع کړي.

بایډن د ډېسېمبر پر ۱۲مه په سپینه ماڼۍ کې له زېلېنسکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې روسیه د نړۍ له نقشې څخه د اوکراین په پاکولو کې "ناکامه شوې ده."

نوموړي د مسکو د پراخ یرغل پر وړاندې د کییف د وړتیا ستاینه وکړه او هغه يې د "بریالیتوب" په توګه یاده کړه.

بایډن د امريکا پر کانګرس ټينګار وکړ چې له اوکراين سره د اربونو (مېلیاردونو) ډالرو د اضافي مرستې لپاره ضمني بودیجه تصویب کړي چې دا د روسيې خلاف په روانه جګړه کې د کییف د بریا د باوري کولو تر ټولو غوره لاره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بایډن ادارې په اکتوبر میاشت کې له کانګرسه غوښتي ول چې د ۱۰۶ اربه ډالرو د مرستو کڅوړه تصویب کړي چې نه یوازې د اوکراین او د اسراییلو لپاره مرستې برابرې کړا شي بلکې د امریکا د سرحدونو د امنیت لپاره هم بودیجه ولري.

خو د امریکا د استازو جرګې، چې رېپبلېکن ګوند پکې اکثریت لري، دا درخواست رد کړی وو.

زېلېنسکي خبري غونډې ته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې په خپله جګړه کې هېڅ بریا نه ده ترلاسه کړې او دا چې "موږ د روسیې تر یرغل وروسته ۵۰ سلنه خاوره بېرته ازاده کړې ده."

زېلېنسکي زیاته کړه چې د سولې هر هغه تړون، چې له اوکراینه د خپلې خاورې د پرېښودو غوښتنه کوي، "لېونتوب" دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG