د اسلام اباد یو ځانګړي عدالت د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي یو وار بیا رسماً تورن کړي دي.
په پاکستان کې د دولتي رازونو د افشا کولو موضوع څېړنې لپاره د جوړ شوي ځانګړي عدالت قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنين د ډېسېمبر پر ۱۳مه، د راولپېنډۍ په اډیالې جېل کې د قضیې اورېدنه وکړه.
عمران خان او قریشي د اورېدنې پر مهال د جرم له منلو انکار کړی دی. عدالت له وکیلانو شهادت وغوښت او د ډېسېمبر تر ۱۴مې پورې یې اورېدنه وځنډوله.
تر دې مخکې د ځانګړې عدالت قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنين د اکتوبر پر ۲۳مه هم عمران خان او شاه محمود قريشي دواړه رسمي تورن کړي ول خو وروسته اسلام اباد های کورټ په زندان کې پر هغوی د مقدمې چلولو په اړه حکومتي امر "ناسم" بللی وو او مقدمه یې لغوه کړې وه. البته د ډېسېمبر پر دویمه په اډیالې زندان کې د قضیې اورېدنه بحال شوه.
په مقدمه کې پر خان او قرېشي تور پورې شوی دی چې سرکاري رازونه یې په ډاګه کړی دی.
دواړه له مودې راهیسې په زندان کې دي چې پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او دایرې شوې مقدمې سیاسي بولي.