په سيند های کورټ کې د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخواني مشر (اېس اېس پي) راو انوار د خوشې کولو پر ضد د درخواستونو اورېدنه شوې ده.
د نقيب الله مسيد د کورنۍ وکيل جبران ناصر د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې سیند های کورټ د ډېسېمبر پر ۱۳مه د جنوبي وزیرستاني نقيب الله مسيد په وژنه د تورن پوليس افسر راو انوار او د ځينو نورو پوليسو په ګډون د ۱۸ نورو کسانو د خوشې پرضد د درخواستونو اورېدنه ومنله او له ترهګرۍ ضد عدالته يې د هغې مقدمې بشپړ رېکارډ غوښتنه کړه.
نوموړي وویل، های کورټ د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې د سیند صوبې له لوی څارنوال (سرکاري وکیل) څخه هم ځواب غوښتی دی.
د جبران ناصر په وينا، د نقیب الله مسید په قضیه کې د هغو پولیسو پر ضد "هېڅ کاروایي نه ده شوې" چې له خپلې ګواهۍ په شا شوي، بلکې د نوموړي په خبره، هغوی پر "نورو ښو دندو ګومارل شوي" دي.
نوموړي زياته کړه چې له عدالته يې غوښتي چې د هغو ګواهان پر ضد دې هم قانوني اقدامات وشي.
پولیسو د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه د جنوبي وزیرستان نقیب الله مسيد په کراچۍ کې له درو نورو کسانو سره يو ځای ویشتلی وو. راو انوار، چې هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر وو، ادعا کړې وه چې مسید له ترهګرې ډلې سره تړاو درلود چې له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. خو وروسته د پېښې د پلټنې لپاره د پوليسو تحقیقاتي ډلې هغه نښته جعلي بللې وه.
تر هغې وروسته د نقيب الله مسيد د وژنې په تور د راو انوار او ۲۵ نورو کسانو خلاف د ښار په سچل پوليس تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.
د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۲۳مه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت راو انوار او له هغه سره ملګري نور کسان د مسيد د وژنې په مقدمه کې بري کړي ول.
وروسته د نقيب مسيد کورنۍ د راو انوار د خوشې کېدو فيصله په سیند های کورټ کې چېلېنج کړې وه.