د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او برتانيا د قدس ځواک د مشرانو په ګډون پر یوشمېر کسانو بندیزونه اعلان کړي


په تهران کې د قدس ځواک غړي د يوه لاريون پر مهال ـ پخوانی انځور
په تهران کې د قدس ځواک غړي د يوه لاريون پر مهال ـ پخوانی انځور

برتانیې د ایران د قدس ځواک د مشر په ګډون د یوشمېر کسانو پرضد تازه بندیزونه اعلان کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د مالیې وزارت هم د قدس ځواک پر یو چارواکي بندیزونه لګولي دي. لندن د ډېسېمبر پر ۱۴مه وویل چې نوي بندیزونه یې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې سولې ته د "بېسارو ګواښونو" او په برتانیا کې د وګړو د وژلو دسیسو جوړولو په غبرګون کې لګولي دي.

اخوا امریکا د حماس ډلې د ملاتړ پر سر د قدس ځواک پر یو چارواکي بندیز لګولی دی. امریکا او اروپايي ټولنه هغه وسلواله ډله ترهګره بولي.

XS
SM
MD
LG