د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغنديو ویشتلو په تړاو ځینې کسان نیول شوي دي


د عراق په سرښار بغداد کې د امريکا سفارت وداني ـ پخوانی انځور
د عراق په سرښار بغداد کې د امريکا سفارت وداني ـ پخوانی انځور

عراق ويلي چې په سرښار بغداد کې یې د امریکا پر سفارت د توغنديو ویشتلو په تړاو ځینې کسان نیولي دي.

د عراق د وزيراعظم محمد شیاع السوداني دفتر د ډېسېمبر پر ۱۴مه په یوه اعلامیه کې وویل، لومړني معلومات ښيي چې ځینې نیول شوي کسان له امنيتي ادارو سره تړاو لري.

په اعلامیه کې ویل شوي، د ټولو هغو کسانو د لټون عملیات روان دي چې په هغې پېښې کې یې لاس درلود.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په بغداد کې یوه امنیتي چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له ښوولو ډډه کړې، ویلي چې د امنیتي ځواکونو د غړو په ګډون ۱۳ کسان نیول شوي دي.

د ډېسېمبر پر اتمه د بغداد په زرغونه ساحه کې د امریکا د سفارت پر لوري څو توغندي وویشتل شول.

په هغه پېښه کې د ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی او چا یې مسوولیت هم نه دی منلی، خو د امریکا یوه چارواکي ویلي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې دغه بريد په ایران پورې د تړلو ملېشو غړو کړی دی.

XS
SM
MD
LG