د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۱ کډوال ډوب شوي دي


د لیبیا په ساحل کې یوه ډله د کډوالو د ژغورنې عملیاتو پر مهال ـ پخوانی انځور.
د لیبیا په ساحل کې یوه ډله د کډوالو د ژغورنې عملیاتو پر مهال ـ پخوانی انځور.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) ويلي دي چې د لیبیا له ساحل سره نېږدې د يوې کښتۍ چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱ کډوال ډوب شوي دي.

سازمان د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په اېکس پاڼه د ژغورل شویو کسانو په حواله ليکلې دي چې په کښتۍ کې شاوخوا ۸۶ تنه سپاره ول او د ليبيا له زواره ښاره روانه شوې وه.

سازمان په دې ترڅ کې نور معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د اګست پر پینځمه د اېټالیا په سمندرګي کې له تيونسه اروپا ته د تلونکو کډوالو دوه کښتۍ چپه شوې وې چې پکې ۹۰ کسان سپاره ول. په هغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي ول.

داراز، د جون پر ۱۴مه په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې خواوشا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې ول.

XS
SM
MD
LG