د هند د کرکټ ملي لوبډلې کوربه سوېلي افریقا ته د درو یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو په لومړۍ لوبه کې په اته وېکټو ماتې ورکړې ده.
په جوهانسبرګ کې د ډېسېمبر ۱۷مې سیالۍ پچه جنوبي افریقا وګټله او بیټېنګ (توپوهنه) یې وکړه خو ټوله لوبډله یې په ۲۸م اوور کې په ۱۱۶ منډو وسوځېده.
د هند لپاره په توپ اچونه کې ارشدیپ سېنګ پینځه او اوېش خان څلور جنوبي افریقايي لوبغاړي وسوځول.
هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د هند ساس سودرشن په خپله لومړۍ لوبه کې ۵۵ منډې وکړې او شرېیاس اییر هم ۵۲ منډې وکړې.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د ډېسېمبر پر ۱۹مه په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.