د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي د اروپایي ټولنې د غړیتوب اخیستو بهیر پیلوي


د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ـ انځور له ارشیفه.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ـ انځور له ارشیفه.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، ډېر ژر په رسمي توګه د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو بهیر پیلوي.

ولسمشر زېلېنسکي دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۷مه په یوه ویډیويي وینا کې کړې دي.

هغه وویل، په راتلونکو ورځو کې به د اروپايي ټولنې له کمېشن سره په رسمي توګه هغه بهیر پیل کړي چې د اوکراین قوانین د اروپايي ټولنې له قوانینو سره پرتله کړي.

ولسمشر زېلېنسکي زیاته کړه چې دا پروسه به اسانه نه وي.

دا ترهغې وروسته ده چې اروپايي ټولنې د ډېسېمبر پر ۱۴مه پرېکړه وکړه چې له اوکراین او مالدووا سره په ټولنې د ورګډېدو لپاره اړه خبرې پیلوي.

XS
SM
MD
LG