د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مشرانو د انټرنېټ بحالولو غوښتنه کړې ده


د کورمې مشران د یوې غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د کورمې مشران د یوې غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د کورمې مشرانو او مدني فعالانو پر حکومت غږ کړی دی چې د انټرنېټ ځنډول شوي خدمات دې بحال کړي.

د خواجکو سیمې يو مشر جمال خان څمکني د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې له دوو ورځو راهیسې د موبایل انټرنېټ ۳ جي او ۴ جي خدمات ځنډېدلي دي چې له وجې یې زده کوونکي، کاروباریان او نور ولس له ستونزو سره مخامخ دي.

په کورمه کی د ډېسېمبر پر ۱۶مه حکومت انټرنېټ تر هغې وروسته بند کړ چې پر ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو فرقه ییز تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او د کرکې خپرولو لپاره ویډیوګانې او لیکنې خپرې کړې.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر شخړی پیل شوي او بیا په فرقه ایز تاو تریخوالي اوښتي دي.

په کورمه کې سږ کال د سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ څو ځل نښتې وشوې چې مرګژوبله یې واړوله.

تر جګړو مخکې او وروسته زیاتره وخت ځینې کسان پر انټرنېټ داسې مواد خپروي چې فرقه ییز تاوتریخوالي ته لاره هواروي.

ضلعې انتظامیه وایي، د قانون د سرغړوونکو خلاف بې توپیره عملیات کوي او تېره اوونۍ یې ځینې کسان یې پر ټولنیزو شبکو کرکې خپروونکي مواد خپاره کړي ول.

په کورمه کې دا اتم ځل دی چی حکومت د ۳ جي او څلور جي انټرنېټ خدمات ځنډولي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG