د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د مصنوعي ځيرکتيا له لارې خپلو پلويانو ته وينا کړې ده


د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان ـ پخوانی انځور
د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان ـ پخوانی انځور

د پاکستان زنداني پخواني وزیر اعظم عمران خان په لومړي ځل په هغه هېواد کې د سیاست لپاره د مصنوعي ځيرکتيا له لارې خپلو پلويانو ته وينا کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه د پاکستان تحریک انصاف هغه انلاين غونډه د انټرنېټي خنډونو له امله اغېزمنه هم شوه.

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړې شوې د عمران خان هغه غږيزه وينا، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې انلاين جلسې ته غږول شوې وه، له ۱۴ لکه څخه زیات ځلې ليدل شوې وه.

په هغه غږيز پيغام کې عمران خان وويل چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ د اتمې انتخاباتو لپاره يې ګوند ته د ولسي غونډو اجازه نه ورکول کېږي.

د عمران خان د وينا خپرېدو پر مهال د خنډونو په اړه د انټرنېټ يوشمېر کاروونکو شکايتونه کړي دي، خو دغو خنډونو په پاکستان کې د راتلونکو انتخاباتو د شفافيت پر وړاندې اندېښنو ته هم وده ورکړې ده.

بل خوا د پاکستان د مخابراتو ادارې ويلي دي چې هغوی د هغو انټرنېټي خنډونو په اړه پلټنې پيل کړې کوي.

د اسلام اباد یو ځانګړي عدالت د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان رسماً تورن کړی دی او هغه زنداني دی، خو نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او دایرې شوې مقدمې سیاسي بولي.

XS
SM
MD
LG