په چین کې د ډېسېمبر پر ۱۸مه شپې مهال راغلې زلزلې له ۱۲۶ زيات کسان وژلي او څه باندې ۷۰۰ کسان يې ژوبل کړي دي.
اسوشیېټېډ پېیس اژانس د چینايي چارواکو له خولې لیکلي چې زلزله په شمال لویدیزه صوبه ګانسو او ورسره څېرمې بلې صوبې چينګهای کې راغلې ده.
چارواکي زياتوي چې په ګانسو کې ۱۱۳ تنه وژل شوي او تر ۵۳۰ زیات ژوبل دي او په چینګهای صوبه کې بيا ۱۳ وژل شوي او تر ۱۸۲ زیات زخمي شوي دي.
د چین حکومتي رسنیو د چينګهای چارواکو له خولې لیکلي چې هلته د ځمکې ښويېدو له امله ۲۰ کسان ورک شوي هم دي.
چینايي چارواکي وايي، دا په تېرو ۱۰ کلونو کې د چین تر ټولو خونړۍ زلزله ده چې پر رېښتر پیمانه يې زور ۶.۲ وو.