د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پخواني چيف جسټس پر کور د لاسي بم بريد شوی دی


 ثاقب نثار (له کیڼ لوري لومړی) له ۲۰۱۶ز کاله تر ۲۰۱۹ز پورې د پاکستان مشر قاضي وو ـ پخوانی انځور
 ثاقب نثار (له کیڼ لوري لومړی) له ۲۰۱۶ز کاله تر ۲۰۱۹ز پورې د پاکستان مشر قاضي وو ـ پخوانی انځور

د پاکستان سپريم کورټ (ستر عدالت) د پخواني چيف جسټس (مشر قاضي) ثاقب نثار پر کور د لاسي بم په بريد کې دوه پوليس ژوبل شوي دي.

د پنجاب پوليسو د ډېسېمبر ۲۰مې پر ماښام تر پېښې وروسته په بیان کې وویل وسلوالو د لاهور په ګارډن ټاون سيمه کې د قاضي نثار پر کور د لاسي بم بريد وکړ چې پکې نوموړي او د هغه د کورنیو غړو ته زیان نه دی اوښتی خو دوه پولیس ساتونکي یې برسېرن ټپي شوي دي.

بیان وايي چې بريد د کور پر ګراج (ګیراج) شوی او هغه مهال پخوانی مشر قاضي او د هغه د کورنۍ غړي په کور کې موجود ول.

تر اوسه چا د بريد مسووليت نه دی منلی.

د پنجاب پوليسو په بیان کې ویلي چې د لومړنیو پلټنو له مخې دا په پاکستان کې د وېرې او ترهې خپرولو لپاره د هغه "هېواد ضد کسانو" یوه "ناوړه هڅه" ده.

د پنجاب د پوليسو مشر ډاکټر عثمان انور د پيښي نوټس اخيستی او په دې اړه يې له اړونده چارواکو رپورټ غوښتی دی.

ثاقب نثار، چې د ۲۰۱۶ز کال د ډېسېمبر پر ۳۱مه يې د پاکستان سپريم کورټ د چيف جسټس په توګه لوړه کړې وه، د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه تقاعد شو.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG