د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې بشري ناورین او د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتنبایېوا د امنیت شورا غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتنبایېوا د امنیت شورا غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایي، په هغه هېواد کې بشري ناورین او د ښځو او نجونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډېسېمبر پر ۲۰مه د افغانستان د حالت په اړه غونډه وکړه چې ورته د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا د ۲۰۲۳ز کال راپور وړاندې کړ.

د هغې په خبرو کې د اندېښنې وړ مسایل بشري ناورین او لوږه، د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت، پر شیعه ګانو د بریدونو زیاتوالی، خپلسرې نیونې او توقیفونه (حراستونه) او د بیان پر ازادي محدودیتونه شامل ول.

د طالبانو حکومت لا د اوتنبايېوا د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي دي، خو تر دې وړاندې يې دا ډول راپورونه رد کړي ول او ډېری موضوعات کورنۍ مسلې بولي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله غونډه کې د هغوی د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا مسوول رمېش راجا سېنګم وویل، د ۲۰۲۳ز کال د لومړۍ میاشتې پرتله اوس په افغانستان کې بیړنیو خوراکي مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر یو مېلیون زیات شوی دی او په خبره یې د هغو ضرورتمندو شمېر ۲۹ مېلیونو ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG