د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن وایي، هېواد یې غواړي چې اسراييل په غزې تړانګه کې د پوځي عملیاتو شدت کم کړي او بلې مرحلې ته یې واړوي.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۰مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې اسراييل دې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا، ترهګرې اعلان شوې وسلوالې ډلې حماس پر مشرتابه او د هغې پر مرکزونو هدفي عملیاتو ته پام زیات کړي.
هغه له اسراییلو وغوښتل چې په بشپړه توګه د حماس ډلې د له مينځه وړلو په موخه پيل کړيو عملياتو کې دې د ولسي وګړو مرګژوبلې د مخنيوي لپاره خپله ذمه واري پوره کړي.
په غزه کې روغتيا چارواکي وايي، د اسراييلو په هوايي او ځکمنيو عملياتو کې نېږدې ۲۰،۰۰۰ فلسطينيان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. بلخوا د عملياتو پرمهال څه کم دوه مېلیونه فلسطينيان بې کوره شوي هم دي.
د اکتوبر پر اوومه دا جګړه تر هغې وروسته پیل شوه چې د حماس وسلوالو په اسرایيلو کې شاوخوا ۱،۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي ول، ووژل او ۲۴۰ نور یې وتښتول.