د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبلیو اېف پي وایي افغانستان کې ۱ مېلیون کسان اړینو بشري مرستو ته اړ دي


ډبلیو اېف پي وایي زیاتره خلک خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري ـ پخوانی انځور.
ډبلیو اېف پي وایي زیاتره خلک خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري ـ پخوانی انځور.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی دی چې یو مېلیون افغانان اړینو بشري مرستو او په ځانګړي ډول خوراکي موادو ته ضرورت لري.

په افغانستان کې د سازمان د اړیکو مسوول فيلیف کروف د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې دوی روان کال مېلیونونو کسانو ته په افغانستان کې مرستې ورسولې خو اړتیا لرونکي لاهم ډېر دي.

نوموړي زياته کړه "د خوړو نړیوال پروګرام سږکال تر ۱۸ مېلیونه ډېرو کسانو ته خوراکي مواد چمتو کړل خو وضعیت بیا هم ښه نه دی. د اوس لپاره په افغانستان کې ۱۶ مېلیونه کسان په دې نه وي خبر چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي او سخت ژمی هم په ټول افغانستان کې پیل شوی دی."

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر( اوچا) مشر رمیش راجاسینګم د ډېسېمبر پر ۲۰مه ویلي ول چې د جنوري له میاشتې راوروسته تر اوسه په افغانستان کې د هغو بېوزلو شمېر یو مېلیون نور زیات شوی دی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري .له دې سره د دغو کسانو شمېر اوس ۲۹ مېلیونو ته رسېږي.

په افغانستان کې بېوزلي په تېرو څه باندې دوو کلونو کې، چې طالبان واکمنان شوي دي، ډېره زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG