د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وايي د عراق او شام په شمال کې یې د وسلوالو ضد عملیات کړي دي


د ترکیې ځواکونو تر دې مخکې هم له عراق سره پر پوله د وسلوالو ضد عملیات کړي دي - پخوانی انځور.
د ترکیې ځواکونو تر دې مخکې هم له عراق سره پر پوله د وسلوالو ضد عملیات کړي دي - پخوانی انځور.

د ترکیې د دفاع وزارت وايي چې د عراق او سوریې (شام) په شمالي برخو کې یې د ۱۲ پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د وسلوالو پرضد عملیات کړي دي.

وزارت د ډېسېمبر پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې شپې مهال یې د وسلوالو ۲۹ پټنځایونه او د هغوی تر واک لاندې د تېلو زېرمتونونه ړنګ کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه او ۲۳مه د عراق په شمال کې د ترکیې پوځیانو پر مرکز په شویو جلا، جلا بریدونو کې ۱۲ سرتېري ووژل شول.

د کرد کارګرانو ګوند وسلوالو د بریدونو ذمه واري منلې وه او د فرانس پریس خبري اژانس له مخې، د ۳۶ ترکیو پوځيانو د وژلو ادعا یې کړې وه. د ترکیې دفاع وزارت ويلي دي چې په ځوابي حملو کې یې ۱۳ بریدګر وژلي دي.

هغه وسلواله ډله چې ترکیې او ګڼو غربي هېوادونو ترهګره اعلان کړې، په شام، عراق او ترکیې کې جنګېږي. هغوی غواړي چې له دغو هېوادونو د کردانو سیمې جلا او خپل هېواد جوړ کړي.

ترکیې د هغو وسلوالو د مخنيوي لپاره په شام او عراق کې پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG