د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د روسیې د ۱۴ بې پيلوټه الوتکو د ویشتلو ادعا کړې ده


اوکرایني پوځ تر دې مخکې هم روسیې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي ـ د مې ۳۰مې انځور.
اوکرایني پوځ تر دې مخکې هم روسیې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي ـ د مې ۳۰مې انځور.

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې له ۱۵ څخه یې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې او غورځولې دي.

د اوکراین هوايي ځواک د ډېسېمبر پر ۲۴مه، پر ټېلېګرام ویلي چې زیاتره بې پیلوټه الوتکې یې د هېواد په جنوب کې ویشتلې دي.

د دوی په وینا، روسیې دا الوتکې په ازوف سمندرګي کې له خپل ختیز ساحله الوځولې وې چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو په هوا کې وویشتې.

روسیې په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق شوی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اورکراین یرغل وکړ چې له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG