د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي له اهدافو ترلاسه کولو پرته غزه کې جګړه نه ختموي


اسراییلي پوځیان په غزې کې د عملیاتو پر مهال - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.
اسراییلي پوځیان په غزې کې د عملیاتو پر مهال - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.

اسراييل وايي، وزیراعظم یې له امريکايي ولسمشر سره په ټېلېفوني خبرو کې واضحه کړې چې د اهدافو له ترلاسه کولو بغیر به د غزې جګړه ختمه نه کړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن او د اسرايیلو وزيراعظم بنيامين نتنیاهو د ډېسېمبر پر ۲۳مه خبرې وکړي. د نتنیاهو دفتر په دې اړه ويلي چې امنيتي موخو ته تر رسېدو پورې به یې جګړه روانه وي. اسراييل وايي، دوی د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ګرځول شوې وسلواله ډله حماس ختمول غواړي.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه، د امریکايي ولسمشر دفتر د دې ټېلېفوني مکالمې په اړه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې خبرې اوږدې وې خو بایډن د اوربند غوښتنه نه ده کړې.

اسراييلیو ځواکونو په غزه کې د اکتوبر تر اوومې نېټه وروسته هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل. پر هغه ورځ، حماس د اسراییلو پر جنوبي ښارګوټو بریدو وکړ، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې، په غزه کې د صحت چارواکي وايي، د اسرایيلو په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ اوښتی دی.

اسرايیلي پوځ د ډېسېمبر پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په غزه کې یې د ځمکنيو عملياتو پر وخت په تېره يوه اوونۍ کې د حماس ۲۰۰ وسلوال نيولي دي.

د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له مخې، په بیان کې ډېر تفصيل نه دی ورکړل شوی خو زیاته شوې چې نيول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره اسرايیلو ته لېږدول شوي دي.

د اسرايیلو پوځ وايي چې له حماس او اسلامي جهاد وسلوالې ډلې سره د اړيکو په تور ټول ۷۰۰ فلسطينيان د دوی په زندانونو کې دي.

XS
SM
MD
LG