د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو په شام کې د ایران لوړپوړی پوځي قومندان وژلی دی


د ایران دولتي رسنیو ویلي چې سيد رضي موسوي د سپاه پاسداران د قدس ځواک يو لوړپوړی سلاکار وو.
د ایران دولتي رسنیو ویلي چې سيد رضي موسوي د سپاه پاسداران د قدس ځواک يو لوړپوړی سلاکار وو.

په سوریه یا شام کې د اسرایلو په یوه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلابي ساتندويانو ځواک د پوځي څانګې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي په یوه بیان کې د دې بريد په غبرګون کې ګواښ کړی چې اسراییل به "يقيناً د دغه جنایت تاوان ورکړي".

د ایران دولتي رسنیو د ډېسېمبر پر ۲۵مه دغه قوماندان د سيد رضي موسوي په نوم ياد کړی چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک يو لوړپوړی سلاکار وو. زياته کړې چې هغه د شام پلازمینې دمشق ته نېږدې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

که څه هم د بريد بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي خو د ایران رسمي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې دا هوايي بريد د دمشق په څنډه کې په زینبیه ولسوالۍ کې شوی دی.

رویټرز خبري‌ اژانس د دریو سرچینو په حواله ویلي چې موسوي د سپاه پاسداران د قدس ځواک د یوې برخې په توګه د تهران او دمشق تر مينځ د پوځي همغږۍ مسوول وو.

XS
SM
MD
LG