د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې ټرافیکي پېښې څلور تنه وژلي دي‌


په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګاډي اوښتو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر اېکس پاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې پېښه پرون د هغه ښار پر اېکسپرېس وې سړک رامينځ ته شوې ده. د پوليسو په وينا په ګاډي کې تر خپل حد زيات کسان سپاره ول.

پوليس زياتوي چې د پېښې لامل تېز رفتاري، د ډرېور (موټروان) لاپروايي او له ټرافيکي اصولو سرغړونه وه.

په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG