د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د سره سمندرګي په فضا کې ډرون الوتکې او توغندي په نښه کړي دي


امریکا وايي چې په پېښه کې په سره سمندرګي کې کښتیو ته زیان نه دی اوښتی ـ پخوانی انځور.
امریکا وايي چې په پېښه کې په سره سمندرګي کې کښتیو ته زیان نه دی اوښتی ـ پخوانی انځور.

د امریکا مرکزي قومنداني وايي چې ځواکونو یې د سره سمندرګي (بحیره احمر) په فضا کې تر ۱۲ زیاتې ډرون الوتکې او یوشمېر توغندي ویشتلي دي.

مرکزي قومندانۍ د ډېسېمبر پر ۲۶مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې د برید لپاره کارېدونکې بې پیلوټه الوتکې او هغه توغندي په یمن کې مېشتو حوثي یاغیانو توغولي ول.

بیان وايي چې په پېښه کې په سمندرګي کې "کښتیو ته زیان نه دی اوښتی او د مرګژوبلې اطلاع هم نه شته."

بیان زیاتوي چې وسلوالو په ۱۰ ساعتونو کې ۱۲ ډرون الوتکې، درې کښتۍ ضد بیلېسټېک توغندي او دوه د ځمکنیو بریدونو لپاره کارېدونکي توغندي وویشتل.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۶مه، د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو په سره سمندرګي کې پر یوې بېړۍ د توغندي او له غزې تړانګې سره د یووالي ښوولو لپاره د اسراییلو پر لوري د ډرون برید ذمه واري ومنله.

XS
SM
MD
LG