د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د څلورم ځل لپاره د پاکستان وزیراعظمۍ ته درېږي


نوازشریف د خپلې لور مریم نواز سره د اکتوبر پر ۲۱مه په لاهور کې جلسې ته تر وینا مخکې.
نوازشریف د خپلې لور مریم نواز سره د اکتوبر پر ۲۱مه په لاهور کې جلسې ته تر وینا مخکې.

پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند وایي د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف به د څلورمې دورې لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي.

ګوند د ډېسېمبر پر ۲۷مه وویل چې د هغوی متفقه فیصله ده چې نواز شریف به په راتلونکو پارلېماني انتخاباتو کې د وزیراعظمۍ نوماند وي.

نواز شریف ته د اداري فساد په تورونو د یند سزا اورول شوې وه خو هغه په خپله خوښه د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته تللی وو خو بیا وطن ته ستون نه شو.

سږ کال (۲۰۲۳ز) په اکتوبر کې نوموړی پاکستان ته ستون شو او د اورول شويو سزاګانو خلاف عدالت ته ولاړ.

د هغه سزاګانې تر اپیل وروسته ختمې شوې چې په نتیجه کې یې نوموړې په پارلېمان کې د څوکۍ لپاره د کاندېدو اهل وګرځېد.

نواز شریف له دې وړاندې درې ځله د پاکستان وزیراعظم پاتې شوی دی خو د پاکستان د نورو وزیراعظمانو په څېر هغه هم خپله پینځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې.

شريف په لومړي وار له ۱۹۹۰ز کال څخه تر ۱۹۹۳ز کال پورې وزیراعظم وو. د هغه د حکومت دویمه دوره له ۱۹۹۷ز کال څخه تر ۱۹۹۹ز کال پورې وه. په وروستي ځل نوازشریف له ۲۰۱۳ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې د پاکستان وزیراعظم وو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه منتخب وزيراعظم هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې وروستی هغه یې شهباز شریف وو.

XS
SM
MD
LG