د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا روغتیايي کارمندانې وايي له ۶ میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده ترلاسه کړې


ښځينه روغتیايي کارکوونکو په بیا بیا د خپلو ستونزو د هواري لپاره احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور
ښځينه روغتیايي کارکوونکو په بیا بیا د خپلو ستونزو د هواري لپاره احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا روغتیايي کارمندانې وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده تر لاسه کړې چې له امله یې کورنۍ له مالي ستونزو سره مخامخ شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو مشرې علوين افتخار د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې حکومت ته یې اووه ورځې وخت ورکړی دی او که يې غوښتنه و نه منل شوه نو په صوبه کې به احتجاجي پرلت پیل کړي او د پولیو (ګوزڼ) له کيمپېنه به هم پرېکون وکړي.

د خیبر پښتونخوا روغتيايي کارمندانې وايي چې په روغتيا وزارت کې کارکوونکې زیاتره ښځې کونډې دي چې د ګټې بله وسيله نه لري. هغوی وویل چې څو ځلې یې حکومت ته شکایت کړی خو بیا یې هم تنخاګانې نه دي ترلاسه کړې.

دا وخت د خيبر پښتونخوا په روغتيا اداره کې د نارينه وو په ګډون ۴،۰۰۰ ښځې په قراردادي توګه کار کوي.

د خیبر پښتونخوا د روغتيا ادارې يو چارواکي ډاکټر محمد عارف د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې تېره اوونۍ يې د صوبې له مشر سېکرټر سره په ليدنه کې د ښځينه کارمندانو پر دې مسلې خبرې وکړې. دی وايي، چارواکو د هغې ستونزې د هواري عمل پیل کړی او ژر به تنخاګانې ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG