د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا استادانو د تقاعد پیسو لپاره د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی


د سرکاري ښوونځيو ښوونکو د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وواهه.
د سرکاري ښوونځيو ښوونکو د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وواهه.

د خيبر پښتونخوا د سرکاري ښوونځيو ښوونکو د پېنشن (د تقاعد پیسو) او نورو مراعاتو نه تر لاسه کولو پرضد په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی.

د استادانو د اتحاديي مشر عطا الرحمان د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې هغوی د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته مظاهره کوله چې پولیسو یې پرضد اوښکې بهوونکی (اوښلن) ګاز (ګیس) وکاراوه او ځينې استادان یې ونیول.

بل خوا پوليس وايي چې استادانو د اسمبلۍ مخې ته سړک بند کړی وو نو ځکه يې هغوی د لارې خلاصېدو لپاره ليرې کول.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه له ځايي انتظاميي سره د مذاکراتو له ناکامه کېدو وروسته استادانو په پېښور کې په اسمبلۍ څلور لاره کې احتجاجي مظاهره وکړه.

عطا الرحمان زياتوي چې له ۲۰۱۷ز کال راهيسې ګومارل شوي استادان تر تقاعدېدو یا رېټایرېدو وروسته د پيسو له تر لاسه کولو بې برخې شوي دي.

احتجاجیانو د فبرورۍ پر اتمه د راتلونکو عامو انتخاباتو په ګډون له ټولو سرکاري دندو څخه د پرېکون اعلان هم وکړ.

د استادانو اتحاديي مشر عطا الرحمان وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي. نوموړي ادعا کړه چې په اېډهاک يا موقتي توګه ګومارل شوي استادان رېګولر (رسمي) شوي دي خو بيا هم حکومت پېنشن او مراعات نه ورکوي.

د خيبر پښتونخوا استادانو تر دې وړاندې هم په وار وار د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کړي دي.

د خيبر پښتونخوا د ماليې ادارې يو چارواکي ډ ډېسېمبر پر ۲۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په موقتي توګه د ګومارل شويو ښوونکو پېنشن يې د صوبايي اسمبلۍ له خوا د جوړ شوي قانون له مخې ختم کړی دی.

بلخوا، د خيبر پښتونخوا نګران حکومت لا د استادانو د غوښتنو په اړه غبرګون نه دی ښوولی خو چارواکو تر دې وړاندې ويلي ول چې هغه صوبه له مالي ستونزو او د پيسو له کمي سره مخامخ ده نو ځکه یې ځینې چارې ځنډېدلې دي.

XS
SM
MD
LG