د روسیې چارواکي وايي، مسکو او نوی ډیلی په شريکه د وسلو جوړولو ته نېږدې شوي دي او په دې اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سېرګې لاوروف د ډېسېمبر پر ۲۷مه له خپل هندي سیال سوبرامنییم جیشنکر (اېس جیشنکر) سره په مسکو کې په خبري غونډه کې وويل چې په ګډه د وسلو او پوځي تجهیزاتو جوړول يوه ستراتيژيکه اړتیا ده چې دواړو هېوادونو ته ګټه رسوي.
رويټرز خبري اژانس ويلي چې په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی خو لاوروف زیاته کړې چې د هند د دې غوښتنې احترام کوي چې وايي غواړي پوځي تجهيزات په خپل هېواد کې جوړ کړي.
اژانس د هند د بهرنيو چارو د وزير اېس جیشنکر له خولې ويلي چې نوموړي له لاوروف سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د اوکراين او غزې په اړه خبرې وکړې.
جیشنکر زیاته کړې چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي به راتلونکی کال د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتين سره ليده کاته کوي خو د ملاقات کره نېټه لا نه ده ښوول شوې.