د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روسیې هوايي برید ۳۱ ملکیان وژلي دي


د اوکراین په اودیسه ښار کې د روسیې تر بمبارۍ وروسته ژغورونکي په کار لګیا دي.
د اوکراین په اودیسه ښار کې د روسیې تر بمبارۍ وروسته ژغورونکي په کار لګیا دي.

چارواکي وايي چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې تر ټولو لوی هوايي برید کې ۳۱ ملکي وګړي وژلي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه ترسره شوي دغه برید تر۱۶۰ ډېر نور کسان ټپیان کړي هم دي.

د ناټو غړي هېواد پولېنډ ویلي، داسې ښکاري چې د روسیې یو توغندی شاوخوا ۴۰ کیلومیټره د دوی فضايي حریم ته ننوتی او تر درې دقیقو لږ وروسته اوکراین ته ستون شوی دی خو د روسیې شارژدافیر چې د پولېنډ د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو، وویل چې وارسا د دوی فضا ته د توغندي د ننوتو په اړه هيڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې د کییف سره د لوېدیځ دوامداره ملاتړ په اړه بې یقیني شتون لري، د اوکراین بهرنیو چارو وزارت ویلي، برید وښوده چې له کریملین سره باید د اوربند خبرې و نه شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې د امریکا، فرانسې او بریتانیا په ګډون د شورا اکثرو غړو دغه بریدونه غندلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي، مسکو یوازې پر پوځي تاسیساتو برید کړی او د ملکي تلفاتو ذمه وار د اوکراین هوايي دفاعي نظام دی.

XS
SM
MD
LG